Home / خبرونه / کتنی راپور / د الفلاح پوهنتون د لوړرتبه غړو سره د یونسکو او آیسیسکو ملې کمیسیون رئیس د کتني راپور

د الفلاح پوهنتون د لوړرتبه غړو سره د یونسکو او آیسیسکو ملې کمیسیون رئیس د کتني راپور

نن یکشنبې د غوایي د میاشتې ۲۳ نیټه ښاغلي محمد شاکر “حبیب یار” د یونسکو او آیسیسکو ملي کمیسیون رئیس، د الفلاح پوهنتون د لوړرتبې غړو هر یو ښاغلي شمس الدین “همت” د الفلاح پوهنتون د علمي تحقیقاتو آمراو ښاغلي فریدالله “فضلي” د آزموینو مسؤل سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل. پدې ناسته کې لمړی حبیب یار د یونسکو او آیسیسکو ملي کمیسیون تاریخچه،‍‍ کړنې، مسؤلیتونه او اهدافو ته رڼا واچوله او زیاته یي کړه چي زمونږ مسؤلیت دي چي دخصوصي سکتور چي د تعلیمي او تحصیلي څانګو کي خدمتونه برابروې وده ورکړو او جهان ته یي ور وپیژنو.
وروسته ښاغلي همت اوښاغلي فضلي د الفلاح خصوصي پوهنتون کړني، اهداف، دلوړو زدکړو خدمتونه او څانګوپه هکله مفصل معلومات وړاندي کړل او د پوهنتونونو نړیوال انجمن کي د عضویت ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.
د ناستې په ترڅ کي دواړو خواوو د لا ډیرو همکاریو په موخه دیوه هوکړه لیک په لاسیک کولو سره په نژدي راتلونکي که ټینګار وکړ.
د یادولو وړ ده چي د علمي او فرهنګي ادارو ثبت د یونسکو دکرسیو او د پوهنتونونو نړیوال انجمن لپاره د یونسکو ملي کمیسیون لخوا ترسره کیږي.
په آخر کي ښاغلي حبیب یار د خپل تحقیقې اثر او د یونسکو او آیسیسکود ملې کمیسیون بروشورونه ښاغلي همت او ښاغلي فضلي ته ډالی کړل.

About admin

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *