Home / کړنی / ښوونی او روزنی / د ښونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د یونسکو او آیسیسکو د ملي کمیسیون د سکرټر جنرال پیغام

د ښونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د یونسکو او آیسیسکو د ملي کمیسیون د سکرټر جنرال پیغام

ویدیو پیغام

د افغانستان د علم پالې ټولنې رښتینو معمارانو، د انساني  روزنې او بشري سرچینو بنسټګرو، زړه سواندو او هڅاندو ښوونکو او درنو هیوادوالو!

 

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته  

خوښ یم چې د افغانستان د یونسکو د ملی کمیسیون په نماینده ګۍ د ښوونکي د نړیوالې ورځې د را رسیدو په مناسبت چې د میزان له ۱۳ نیټې سره برابره ده، د ګران هیواد ټولو ښوونکو، ګرانو زده کوونکو، د معارف منسوبینو، د پوهنې د ستر کاروان مینه والو  او درنو هیوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي ووایم.

 

درنو ښوونکو!

ستاسو د مقام، ویاړ، عزت، سرلوړۍ او په ټولنه کې د ستر دریځ لپاره د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یواځې هغه سپیڅلی ارشاد کفایت کوي چې فرمايي: ( انما بعثت معلماً) ژباړه: په تحقیق سره زه ښوونکی را لیږل شوی یم. غواړم له ټولو څخه د مخه تاسو ته د دې ستر مقام، عزت، ویاړ او مخکښ دریځ مبارکي ووایم چې لوی خدای (ج) په ځانګړې توګه ښوونکي ته پيرزو کړی دی.

 

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د  پوهنې وزارت او د یونسکو او آیسیسکو ملي کمیسون په دې آند دی چې زموږ میړنی، ویاړلی او علم پال ولس د بلې هرې انساني ټولنې په څیر  د خپل هیواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره د زده کړې له تعمیم او له هغه څخه د خپلو چارو د سمون په برخه کې د ګټې اخیستنې پرته بله لاره نه لري او یوازې پوهنه ده چې د انسانانو د نیکمرغۍ، سرلوړۍ او په نړیواله ټولنه کې یې د مطرح کولو وسیله ګرځي.

 

د افغانستان د یونسکو او آیسیسکو ملی کمیسیون مشرتابه هیئت په داسې حال کې چې یو ځلې بیا د ښوونکي نړیواله ورځ ګرانو هیوادوالو او درنو ښوونکو ته نیکمرغه غواړي، له ټولو قدرمنو ښوونکو څخه هیله لري چې د افغان ولس د بچیانو د ښې روزنې په لاره کې به خپلې هڅې لا ګړندۍ ساتي او خپل هیواد، ټولنه او ولس به د پوهې د وړانګو په وسیله د نړۍ د سیالو ولسونو سره سیال کوي.   

 

په درناوي

 

      محمد شاکر حبیب یار

د افغانستان د یونسکو او آیسیسکو د ملي کمیسیون سکرتر جنرال

About admin

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *