Home / خبرونه / جایزی / خبرتیا

خبرتیا

دیونسکو سازمان د یو خبرپاڼی له مخی د غړیو هیوادونو څخه غوښتي تر څو خپل استازی د (کارلوس جی فینالی )یونسکو جایزی د مایکروبیالوژی په برخه کی د ۲۰۱۷ کال دجولای د میاشتی تر لمړی نیټی پوری نوموړی سازمان ته وروپیژني.

کوم استازی چی ددی جایزی هیله مند وی لاندی اسناد باید د کاندیداتوری لپاره ولری :

۱ – رسمی سپارښت لیک

۲ – د مایکروبیالوژی په برخه د کړني ۵ کاپی  په CD ،  USB او DVD  کی

۳ – دفعالیتونو لړ لیک

۴ – د کړنی لنډیز ، دنشراتو په شمول او نور مرسته کوونکي اسناد

۵ – جایزی ګټلو لپاره دکاندید موخه تشریح کول

د یادولو وړ ده چی پورتنی ټول اسناد په انګلیسی او یا په فرانسوی ژبو وی .

د ټولو هغه کسانو چی په پورتنی موضوع کی د جایزی ګټلو هیله مند وی په درنښت هیله کیږی تر څو خپل یاد اسناد د ټاکل شوی وخت نه مخکی د افغانستان د یونسکو او آیسیسکو ملی کمیسیون ته وسپاری .

په درنښت

About admin

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *