Home / خبرونه / کورنی خبرونه / دیونسکو ملی کمیسیون سکرتریت د ناستي راپور

دیونسکو ملی کمیسیون سکرتریت د ناستي راپور

نن د شنبی ورځ د وری د میاشیتی ۲۶ نیټه د یونسکو ملی کمیسیون غړي میاشتنی ناستي وکړ

په پیل محترم محمد شاکر حبیب یارد یونسکو ملی کمیسیون سکرترجنرال د ټولو کارمندانواو همکارانو څخه د هغو هڅی د برنامو د ښه تطبیق په خاطر مننه او قدردانی وکړ او خپل د خبرو په ترڅ کی زیاته کړه چی د هیواد اوسنی وخت په پام کی نیولو سره زمونږ کړني باید شفاف، واضح او د ملی کمیسیون د عملیاتی پلان سره برابر وی .

ښاغلی حبیب یار زیاته کړه چی دافغانستان د یونسکو ملی کمیسیون مهم کړني لری چی ایجابوی چی دا کمیسیون یو مستقل بودجوی مرجع په حیث وپیژندل شی اودا موضوع به د اجرایی شورا په دویمه ناسته کی چی په راتلونکی میاشت کی جوړیږی تر بحث لاندی ونیول شی او مسؤل شخص ته هدایت ورکړ ترڅو دا موضوع داجرایی شورا د ناستي په اجندا کی شامل کړی.

وروسته ښاغلی محمد عثمان ثمین د افغانستان دیونسکو ملی کمیسیون د برنامو آمر د ۲۰۱۶ میلادی کال د لاسته راوړنې ، ننګونې او د تطبیقی پلان څخه یادونه وکړ چی په سمه توګه کړنې ترسره شوي دی او زیاته کړه چی دافغانستان د یونسکو ملی کمیسیون د برنامو د تطبیق لپاره منظمه او استندرد عملیاتی پلان یی طرح کړی او انشاء الله د تطبیق چاری به پلي شي .

به پایله کی د افغانستان ملی کمیسیون غړي خپل نظرونه او وړاندیزونو دلاسته راوړنې او ننګونې په هکله بیان کړل او ښاغلی حبیب یار دبحث شوی ټولو موضوعاتو یی جمع بندی کړل او د بخشونو مدیرانوته دبرنامو لپاره د منظمي او استندرد عملیاتی پلان سره سم هدایت ورکړ.

د افغانستان د یونسکو ملی کمیسیون د عالی شوری ، اجرایی شوری او سکرتریت څخه جوړ شوي دي چی سکرتریت د ښاغلی محمد شاکر حبیب یار د ریاست سره دپوهنی وزارت په تشکیلاتو کی کړني سرته رسوی او په افغانستان کی د یونسکو سازمان د برنامو د همغږۍ ، څارنۍ او راپور ورکولو مسؤلیت په غاړه لری.

لیکونکی : فضل احد نوابی

About admin

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *