Home / کړنی / د اجتماعی او انسانی علومو / جندر / دپوهنی وزارت د ښځینه کارکوونکو دظرفیت لوړولوروزنیز ورکشاپ د پایلی محفل

دپوهنی وزارت د ښځینه کارکوونکو دظرفیت لوړولوروزنیز ورکشاپ د پایلی محفل

دپوهنی وزارت د ښځینه کارکوونکو دظرفیت لوړولوروزنیز ورکشاپ چی دیونسکو سازمان په مالی مرسته او د تطبیق چاری دپوهنی وزارت لخوا د ۱۳۹۵ کال د لیندی د میاشتی په ۱۷ نیټه د ښاغلی اسدالله محقق جهانی د نصاب معین او د پوهنی وزارت سرپرست لخوا دیو محفل په ترڅ کی پرانیستل شو او د مرغومی دمیاشتی په ۱۵ نیټه د اختتامیه محفل سره پای ته ورسید پدی ورکشاپ کی د اداره، مدیریت، څارنی او ارزونی په برخه کی روزنه ورکړل شو.

د پایلی په محفل کی ښاغلی محمد شاکر حبیب یار د یونسکو او آیسیسکو ملی کمیسیون سکرترجنرال ، اغلی تمثیلا تنویر د هیډوی تنویر خدمتونو موسسی رییسه ، ښاغلی محمد عثمان ثمین د یونسکو او آیسیسکو ملی کمیسیون د برنامو آمر ، دپوهنی وزارت کارکونکو د ورکشاپ روزونکو او میلمانه د پوهنی وزارت په تالار کی ګډون کړی وو محفل د سند په ویشلو پای ته ورسید.

فضل احد نوابی د فرهنگی چارو مدیر

About admin

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *