Home / پیژندنه / د سکرترجنرال پیږندنه

د سکرترجنرال پیږندنه

محمد شاکر حبیب یار د الحاج ډاکټر حبیب الرحمن حبیب یار زوی، په ۱۳۶۶ هجري لمریز کال کې، د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د اونخي درې د ګدايي په کلي کې زیږېدلی دی. نوموړی ۲۷ کاله عمر لري.

لمړنۍ او منځنۍ زده کړې ېې د اونخي په عالي لیسه کې تر سره کړیدي. په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د سیدآباد د عالې لیسې د دولسم ټولګي څخه په اعلی درجه فارغ او د همدغه کال د کانکور د آزموینې په نتیجه کې د کابل د ښونې او روزنې د پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځۍ د کمپیوټر ساینس په څانګه کې شامل او په ۱۳۸۶ هجري لمریز کال کې له یادې پوهنځۍ څخه په اعلی درجه فارغ شو.

د ۱۳۸۷ کال په لمړیو کې د چارو ادارې او وزیرانو شورا د دارالانشآ د لوی ریاست لخوا د آزادې سیالۍ په پایله کې او د ملکې خدماتو د کارکنانو د قانون سره سم په دریم بست کې د ټکنالوژیکي شبکې د لوی مدیر په حیث په دنده وګمارل شو او پوره یو کال یې په یاده اداره کې دنده تر سره کړه. په ۱۳۸۸ کال کې په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر د دفتر د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ د عمومي مسئول په حیث مقرر شو او یادې دندې ته یې تر شپږو میاشتو پورې دوام ورکړ. د۱۳۸۸ لمریز کال په پای کې د نړیوال بانک د قرارداد پر بنسټ د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت لخوا د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ ریاست د مرستیال په حیث وګمارل شو.

په ۲۰۱۱ میلادي کال کې ښاغلی حبیب یار د پوهنې وزارت لخوا د یو تعلیمي بورس په ذریعه د ماسټرۍ اخیستلو په موخه د فرانسې هیواد د پاریس ښار ته تعلیمی سفر وکړ. د تعلیمي نظام د پلان ګذارۍ او ادارې په برخه کې تر ماسټرۍ اخیستلو وروسته هیواد ته بیرته ستون او د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د پلان او پالیسي په برخه کې د مقام د دفتر دځانګړي همکار په توګه د خپل هیواد دویم ځلي خدمت ته جوګه شو. اوس مهال د پوهنې وزارت د نظارت او راپور ورکونې د ارشد متخصص او د وزیر همکار په توګه دنده تر سره کوي.

ښاغلی حبیب یار په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کی کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی ته شامل او د ۱۳۹۶ کال په پای کې یې د سوداګرۍ اداره یا MBA په برخه کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ.

نوموړی ۳ چاپی معتبر اثار لری او د خپل خدمت د دورې په لړ کې یې  هیوادوالو ته د ښو خدمتنو د تر سره کولو په ترڅ کې تر دې دمه د جمهوري ریاست له عالي مقام څخه ۳ لومړۍ درجه تقدیرنامې او همدا راز د غازي میر بچه خان عالي دولتی مډال تر لاسه کړی. د پوهنې وزارت کې د دندې پر مهال یې شاوخوا په ۳۰ نړیوالو تعلیمي کنفرانسونو کې د پوهنې وزارت په استازیتوب ګدون کړی دی.