Breaking News
Home / گزارش‌ها / سفرها / د سفر راپور ( کشور مالیزیا)

د سفر راپور ( کشور مالیزیا)

د لومړيماشومتوب مراقبت او زده کړه

 

د سفر نیټه: د ۲۰۱۶ کال د جولای له ۱۷ تر ۲۲ مې.

د سفر موضوع: د لومړي ماشومتوب د څارنې او پوهنې په باب د اسیا فاسیفیک هیوادونو د پالیسۍ فورمَ

د سفر ځای: مالیزیا، کولالام پور

:د سفر هدفونه

  • د لومړي ماشومتوب د څارنې او پوهنې پهباب د اسیا فاسفک هیوادنو د پالیسی په غونډه کې ګډون،
  • د سیمې د هیوادونو د پروګرامونو په باب معلومات تر لاسه کول او د افغانستان لپاره ترې درسونه زده کول.

د لومړي ماشومتوب د زده کړې او مراقبت په د اسیا فاسفیک هیوادونو د پالیسي د فورم د ګډې اعلامیي نهایي کول

:د هییت ګډون کوونکي

ډاکتر محمد ابراهیم شینواری، د پوهنې وزارت د عمومی زده کړو معین د هییت مشر

شاکر حبیب یار د یونوسکو د ملی کمیسیون سرپرست مشر د هییت غړی

20160720_100022

:عمومیات، سوابق او شالید

د لومړيماشومتوب مراقبت او زده کړه د ماشوم یو اساسی حق او دښې زده کړې اساس جوړوي.

که هم د ماشوم د بدنی ودې او ذهني پرمختګ اساس د مور په نس کې د نطفې جوړیدو له لومړۍ ورځې ایښودل کیږي، خو له دغې ورځې د ژوند تر دوه کلونو پورې چې ۱۰۰۰ ورځې کیږي، ټولې مهمې دی چې د فرصت کمرکۍ ورته ویل کیږی.

په همدغو زرو ورځو کې د ماشوم دماغ او دماغی سرکټونه کافی وده کوي او د راتلونکي ژوند، زده کړې او پرمختګ لپاره حیاتی ارزښت لري.

له دوه کلنۍ وروسته ترآته کلنۍ پورې عمر هم په دوهمه درجه کې ارزښت لري او باید د ماشوم د زده کړې او انکشاف بنسټونه پکې کیښودل شي.

ماشوم روزنه یو ستونزمنه يروسه خو د حیاتی ضرورت لرونکی مسولیت دی.

افغانان وایی چې د یو ښار جوړول آسانه دي خو د یو ماشوم روزنه ګرانه ده.افریقایان هم متل کوي چې ټول کلی دی په ګډه د یو ماشوم تربیت وکړي.نور پوهان وایی چې:

  • که ټول ژوند ته پلان جوړوئ نو په ماشومانو سرمایه ګذاري وکړئ.
  • هرماشوم ارزښتناک دي او هیڅ ماشوم باید له نظره ونه غورځول شئ.
  • که غواړو دایمی سولې ته ورسیږو باید خپلو ماشومانو ته رسیدګي وکړو.
  • د امپراطوریو بقا او دوام د ماشومانو د روزنې په ډول پورې اړه لري.
  • که د یو هیواد د راتلونکی حالت پیشبیني کول غواړئ، د نن ماشومانو ته توجه او د زده کړې حالت یی وګورئ.
  • هر ماشوم ته باید حق او فرصت ورکړل شي چې استعداد یې وغوړیږي او د هیواد په پرمختګ کې برخه واخلي.
  • څیړنو ثبوت کړې ده چې هر ډالر چې په ماشوم لګیږي، بیرته آته ډالر ګټه راستنوي.
  • زموږ استعداونه یو شان ندی، او موږ ته نشو کولای یو شان یی کړو، خو دا کولای شو چې هر ماشوم ته د استعداد غوړیدو مساوی فرصتونه برابر کړو.
  • ماشومان په ایرو کې پټ لعلونه دی او هیڅوک نه پوهیږي چې له کوم یوه به نابغه، کاشف، رهبر، سوداګر او مصلح جوړ شي.

متاسفانه ټولنې او هیوادونه د ژوند په لومړیو کلونو په مراتبو تر هغه کم مصرف کوي چې په وروستیو کلونو یی کوي.

افغانستان چې جګړو او اختلافاتو ځپلی دی، په دې برخه کې ډیر وروسته پاتې دی.

ددې عمر لپاره یی تر اوسه اساسی کار نه دی پیل کړی او یوازې اټکل کیږي چې ۱٪ ماشومانو ته به دغه آسانتیاوې برابری شوې وي، خو ناوخته نه دی او که څه هم مخې ته مو لویه او له ستونزو ډکه لار پرته ده خو لکه چینایان چې وایي د زرو میلو مزل په یو ګام شروع کیږي نو موږ باید دا ګام په دقتت او جرئت سره واخلو.

په داسې حال کې چې لوی فکر به کوو، پروګرام به کوچنی پیلوو خو همداوس به یی پیلوو. او دا چې زموږ منابع کمې دی نو مبتکرانه لارې چارې به سنجوو او له ښوونځیو، ټولګیو، کورونو، مسجدو او نورو ټولنیزو ځایونو هر یو به بدیل به کاروو.

دا زموږ دنده او مسئولیت دی چې خپلو ماشومانو ته مینه، زغم، وطن دوستي، باور، تعهد، انسانیت او نظم تدریس کړو که نه وی، نور به ورته تشدد، کرکه، بدبیني، تخریب او وحشت وښایی.

13775411_1247021188653034_7256090418473861781_n 

:په افغانستان کې د ژوند د لومړي ماشومتوب مراقبت او زده کړې پرمخ عمده پراته چلنجونه

  • د امنیت ستونزې
  • د پالیسیو، لارښوودنو او ستراتیژیو نشتوالی
  • د ظرفیت کمښت
  • د وزارتونو او ادارو تر مینځ د مسئولیت او همکارۍ د کرښو نه روښانتیا
  • د لومړيماشومتوب مراقبت او زده کړهد لومړیتوب په توګه نه ګڼل
  • د همغږۍ کمښت

د مالی مدارکو نشتوالی.

:کړنې او فعالیتونه

  • د اسیا فاسفیک هیوادونو د لومړيماشومتوب مراقبتاو زده کړود پالیسۍ د فورم په ټولو غونډو کې ګډون:
  • د غونډې ټول مهم پریزنټیشنونه مو واوریدل،
  • د هیوادونو په موجود حالت او راتلونکو پلانونو خبر شوو،
  • د سیمې ګډه اعلامیه مو ترتیب او نهایي کړه،
  • لازم مواد او اسناد مو له ځان سره راوړل.
  • :دایران اسلامی جمهوریت له هییت سره کتنه
  • په دې کتنه کې خبر کړل شوو چې په ایران کې ۳۰۰ زره افغان ماشومان په ایراني ښوونځیو کې درس وایی.اوس د ایران د سترمشر لخوا یو فرمان صادر شوی دی چې افغان ماشومانو ته د زده کړو په برابرولو کې لازم سهولتونه رامینځ ته کوی او حتیهغه ماشومان هم پکې شامل شوي دي چې والدین یی په ایران کې د اوسیدو رسمی جواز نلری .په دی سره د شاګردانو شمیر ۳۶۰ زرو ته ورسیدو. دا یو ځانګړي فرمان دی او باید مننه ترینه وشي.
  • ایرانی لوری حاضر دی چې د افغانستان د پوهنې وزارت د هییتونو سره مرسته وکړي ترڅو ددغو ماشومانو د درس حالت وګوري.
  • ایران موافقه لری چې افغانستان د خپل تاریخ او فرهنګ په باب یو کتاب ددغو ماشومانو په نصاب کې شامل کړي.
  • ایراني لوري د دغو ماشومانو والدینو ته سواد آموزي کوسونه او نورې مرستی ورکوی.

ایران د خپل تعلیمی نظام د اساسی سمون کار له تیرو لسو کلونو را په دیخوا پیل کړي دی. موږ ته یی خپل مواد راکړل او امادګي یی وښودله چې که افغان لوری خپل څو تنه

  • متخصصین ورلیږی، ایرانی لوری به ورسره مرسته وکړ ترڅو ددغه پروګرام له جوړونکو سره کتنې وکړي او له تجربو یی ګټه واخلي.
  • :د مالیزیا د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب له ریاست سره غونډه
  • مالیزیا هم د خپل تعلیمی سیستم اساسي سمون پیل کړی دی او زموږ سره یی وعده وکړه چې د نصاب چوکاټ، معیارونه او نور معلومات به راته استوی او که افغان لوری تری و غواړي هر اړخیزه مرسته به ورسره وکړي.
  • مالیزیا یو له هغو هیوادنو دی چې پر پوهنه ډیره سرمایه ګذاری کوی. تر دفاعی چارو ورسته تر ټولو زیاته بودجه پوهنې ته ځانګړې کوي او هر کال ۱۰ بیلونه ډالر ورته بیلوی.
  • د ښوونکو شمیر یی زیات او سویه یی لوړه ده.ښوونځۍ یی هم معیاری او ښه دی او زده کوونکو ته تر ښوونځۍ مخکې او د لیسی زده کړې جبري او وړیا برابروي.ملی ژبه، محلی ژبې او له لومړي ټولګي انګلیسي ژبه تدریسوی. ساینس، حرفه، ریاضی او د خپلو ملی ګټو او هویت په باب درس ورکوي. د مضامینو شمیر یی زموږ تر مضامینو کم، خو کیفیت یی ښه دی.

موږ به د پورتنیو ټکوپه باره کې د هغه څه لپاره اصلاحی پروګرامونه جوړ کړو چې په دی سفر کې مو ولیدل او زموږ لپاره ښه دی.

:راتلونکي ګامونه او وړاندیزونه

  • د پوهنې وزارت باید د لومړيماشومتوب مراقبت او زده کړې لپاره یوه جامع پالیسی او ستراتیژي جوړه کړي.
  • د نصاب چوکاټ، د زده کړې هدفونه، معیارونه، درسی مفردات، درسی کتابونه او درسی مواد باید ورته جوړ کړي.
  • سامان، وسایل او تکنالوژي برابره کړي.
  • د ښوونکو د روزنې پروګرام او روزنه عملي کړي.
  • د پروګرام نظارت، تفتیش او ارزونه تنظیم کړي.
  • همدا راز هماهنګي، تفاهم او ارتباطات او د ټولنې او کورنیو د شریکولو پروګرام جوړ او پلی کړي.
  1. :د یوې ښې پالیسي په جوړولو کې دې لاندې ټکو ته توجه وشي
  • د اسلامی لارښوونو له مخې زموږ مکلفیت
  • د افغانستان د اساسی قانون او پوهنې قانون مواد
  • نړیوال میثاقونه
  • په پالیسۍ کې باید نورې پوښتنې ځواب شي، لکه:
  • دا زده کړې عامې وی که محدود ګروپونه ته
  • په تدریج عامول او که یو ځل په ټول هیواد کې پیلول؟
  • په کومو مهمو مسایلو په درسی نصاب کې تمرکز وشی؟
  • جبري وی که اختیاری وی؟
  • وړیا وي که د فیس په بدل کې که قابل تادیه؟
  • د جندر مسئله
  • د ژبني او مذهبي اقلیتونو مسئله
  • صحی مسایل او خدمات
  • اقتصادی حالت،
  • اجتماعی ځانګړنی
  • د تدریس موده یو کال که دوه کاله؟
  • ځای: مکتب، ټولګۍ، مسجد، کور که کارځای؟
  • هماهنګي (د وزارت د داخلي مربوطه ریاستونو ترمینځ، له نورو وزارتونو او ادارتو سره، له بهرنیو مرسته کوونکو سره، له نورو هیوادنو او پروګرامونو سره)
  • مالکیت او رهبري،
  • د ټولنې رول، د والدینو رول،
  • مالی منابع
  • د نا دولتی سکتور برخه او رول (NGO، شخصی تشبثات …..)،
  • د ملګرو ملتونو د دفترونو، دونرانو او نورو شریکانو رول،
  • قوانین مخصوصاً د پوهنې قانون او مقررې
  • سټنډرډونه
  • د کریکولم چوکاټ
  • د تدریس ژبې
  • کتاب
  • درسي مواد
  • د ټکنالوژۍ استعمال
  • آزموینه او ارزونه
  • سند او ارزښت
  • د لوبو سامان، ځای او ډول
  • سن: ۵ که ۶
  • د کتابونو شمیر او ډول
  • درسی ورځې، ساعتونه
  • د ښوونکو معیارونه، شمیر، سویه، امتیازات، د شاګرد سره نسبت، له صنف سره نسبت
  • تحقیق، منیتورینګ او ارزونه
  1. :هغه مسایل چې په درسی نصاب کې باید پرې تمرکز وشي

چې ماشوم د زده کړې او سواد اساسات زده کړي او اټکلی شمیرني وکولای شي. همدارنګه له همدې لومړی سره باید ورته د ژوند لوی تصور، د ځان پیژندنه، ځانی درنښت، له کورنۍ، والدینو او هیواد سره مینه او د انسانیت درناوی زده کړل شي. اسلام او د هغې عالي ارزښتونه ورته تلقین او پنځه بناوې ور زده شي

پر دې ډاډه شي کړل شي چې دا کوچنی ماشوم په حقیقت کې یوه لویه هستي ده او د یوه لوی هدف لپاره خلق شوی دی چې د خپل ژوند په اوږدو کې به د بشریت په ارتقا کې یوه ځانګړې برخه واخلي.

انقادي، لټونکی او مثبت فکر پکې وروزل شي ځکه د ۲۱ پیړۍ بی سواده به دا نه وی چې لیکل او لوستل نه شي کولای بلکې دا به وی چې (غیر ضروری شیان) هیر نه کړای شي او نوی شیان زده نکړای شي.

نو ځکه دا کوچنۍ ښاغلي باید د لومړیتوب او اهمیت او مناسب والی په مفاهیمو له اول نه وپوهول شي او فکرونه یی نوښت او تخلیق ته سوق شي.

  1. :د ایران اسلامي جمهوریت کې د افغان زده کوونکو په باب
  • یو هیئت ولیږل شي تر څو د افغان ماشومانو د زده کړې حالت وګوري

د ایران د تعلیمي نظام د سمون اسناد ولوستل شي او که کومې برخې یې زموږ د هیواد او

  • تعلیمي سیستم لپاره ګټورې وي، واخیستل شي او له خپلو شرایطو سره عیار کړل شي
  • د افغانتسان د تاریخ، فرهنګ، هویت او ارزښټونو یو کتاب یا د کتابونو یوه سلسله ولیکل شي او ایراني لوري ته ورکړل شي چې هلته د افغان زده کوونکو په نصاب کې شامل شي.
  • که افغان ولسمشر صاحب ته وړاندیز وشي چې له محترم ایت الله خامنه ای د یو لیک په ترڅ کې پدې خاطر مننه وکړي چې افغان ماشومانو ته یې د زده کړې زمینې اسانې کړي دي.
  1. :د مالیزیا د تعلیمي نصاب ریاست سره د غونډې تعقیب
  • هغه مواد ترې واخیستل شي چې زموږ سره یې وعده کړې ده.

د افغانستان د تعلیمي نصاب په راتلونکي سمون کې هغه مواد ترې واخیستل شي چې زموږ لپاره مناسب او ګټور وي.

:ترتیب کوونکی

ډاکتر محمد ابراهیم شینواری او محمد شاکر حبیب یار

About admin

Check Also

محترم محمد شاکر حبیب یار سکرتر جنرال کمیسیون ملی یونسکو و آیسیسکو- افغانستان در مجتمع وزرا آسیا پسیفیک اشتراک ورزید

محترم محمد شاکر حبیب یار سکرتر جنرال کمیسیون ملی یونسکو و آیسیسکوی افغانستان به نماینده …

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *