Home / دسته‌بندی نشده / دځوانانو اړتیاوی او دهیواد ‍‍په پرمختګ کی د هغوی ونډه

دځوانانو اړتیاوی او دهیواد ‍‍په پرمختګ کی د هغوی ونډه

nadir-3-3

 

ځوانان د افغانی ټولنی یوه مهمه برخه جوړوی. دا ټولنه له بی شمیره ستونزو سره مخامخ ده او د 1978 کال راهیسی زیات کړاونه زغمی په تیره بیا د ځواناننو قشر چی له بده مرغه دهیواد په پرمختګ کی له ونډی اخیستلو څخه بی برخی شویده. په حقیقت کی هغوی له نظره غورځول شویدی او په زیاتو مواردو کی د هغوی د اړتیاوو په اړه هیڅ توجه نه ده شوی او همدارنګه د هیواد د آبادۍ او د ښوونی او روزنی د هر اړخیزی پرمختیا او پراختیا په برخه کی چی کوم نقش دوی لوبولی شی له هغه هم سترګی پټی شویدی. ځوانان څه شی ته اړتیا لری چی ورته ورکړل شی څو هغوی په ټولنیز، اقتصادی او تعلیمی او تربیتی فعالیتونو کی نه یوازی په ملی کچه بلکی په بین المللی کچه هم راونغاړو؟ کوم ځواب چی دی پوښتنی ته د ټولنپوهانو او نورو څیړنکو له خوا ورکړل شویدی سره توپیر لری ځکه چی د هغوی نظریات او له کومی زاویی څخه چی هغوی د ځوانانو ځواکمنی او استعداد ته ګوری سره توپیر لری. ترکومه چی ماته څرګنده ده د ځوانانو که د هغوی افغانی ځوانان دی یا د نورو ملتونو ځوانان د هغوئ خورا مهمه هیله  موقع ده چی باید هغوی ته ورکړل شی چی په بشپړډول او د مساوی ښاریانو په توګه د ننی نړی په جوړولو کی ونډه واخلی.

هغوی ځانونه دی ته چمتو بولی چی مسئولیت په غاړه واخلی او د ټولنی په انکشاف ټاکونکی نقش ولوبوی. هغه څه چی دوئ ورته جدی اړتیا لری هغه فرصت دی چی باید ورته ورکړل شی چی د خپلو ټولنو په پرمختګ کی ونډه واخلي.

په تاریخی لحاظ، چیرته چی یو خورا ارزښتناک ټولنیز بدلون منځ ته راغلی دی، ځوانان په دی غورځنګ کی مخکښ وو. خو نن ورځ ځوانان په معاصرو ټولنو کی څه ډول نقش لوبوي.  د هغوئ لپاره څه ډول موقع میسره ده چی ترینه ګټه واخلی څو هغوی د باور وړ شریکانو په توګه د پالیسیو په اړه خپلو مفکوروته بڼه ورکړی او د هغو په څرګندونو او په خپلو ټولنو کی د پروګرامونو په پلی کولو کی کار واخلی.

په داسی حال کی چی هغوی همزمان پلان جوړوي چی په یو اغیزناک ټولنیز بدلون کی فعاله ونډه واخلی. د یوه کتابګوټی په حواله، چی د یونسکو د سټراتیژیک پلان د څانګی د ځوانانو همغږی واحد له خوا چاپ شویدی نن په نړۍ کی له یو بیلیون څخه زیات ځوانان چی عمر یی له 15 کلونو څخه تر 24 کلونو پوری رسیږی شته او هغوئ تقریبا د نړۍ د مجموعی نفوس شل سلنه جوړوي.

د ځوانانو دغه غټه او لویه ډله په با ثباته غورځنګ کی د نفوس یو واقعی قوت دی چی خوړو، کور، ښوونی او روزنی، زده کړی، دندو او فرهنګی آرزوګانو لرلو ته اړتیا لری او د همدغوشیانو دلرلو غوښتونکي دي. ځوانان هم د نړۍ د بشری سرچینو یوه ضروری او متحرکه برخه څرګندوي یعنی د نړۍ د بشري منابعو د یوی اصلی او خوځنده برخی څخه نماینده ګی کوي.

About admin

Check Also

پیام سکرترجنرال کمیسیون ملی یونسکو و آیسیسکو به مناسبت تصویب اساسنامه کمیسیون ملی یونسکو و آیسیسکوی افغانستان

مطلب قدیمی؛ به نماینده گی از کارمندان کمیسیون ملی یونسکو و آیسیسکوی افغانستان و تیم …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *